۲۰۹ شاهين قول اردو په بلخ كې ۴۱ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي.
د دغې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د جمعې په مازديګر د دولت اباد او شولګرې ولسواليو په مربوطاتو كې د افغان ځواكونو په هوايي بريد او نښته كې د يو شمېر قوماندانانو په ګډون ۳۴ طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ژوبل دي.
د ده په وينا، امنيتي سرتېرو د طالبانو د وسلو او مهماتو يوه لويه ډيپو هم له منځه وړې ده.
رضايي زياته كړه، په بلخ كې د نښتې په ترڅ كې د ملي اردو دوه سرتېري هم ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.