د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ تېره شپه له خپلو لوړپوړو چارواكو سره له طالبانو سره د سولې هوكړه ليك په اړه بحث وكړ.
سپينې ماڼۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې غونډه كې د امريكا مرستيال جمهور رئيس مايك پنس، د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو، د ملي امنيت سلاكار جان بولټن، د لوى درستيزانو د كمېټې مشر جنرال جوزېف ډانفورډ، د سي آى اې مشرې جينا هاسپل او د افغان سولې لپاره د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ټرمپ ته د افغانستان د حالت او له طالبانو سره د سولې مذاكراتو په تړاو معلومات وركړل.
د امريكا جمهور رئيس دا غونډه ښه بللې او پر خپله ټويټر پاڼه يې ليكلي، د افغانستان جګړه، چې ډېرى يې د پاى ته رسېدو غوښتونكي دي، د امكان په صورت كې د يوې معاملې له مخې پاى ته رسوي.
د يادونې وړ ده، چې خليلزاد تراوسه د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو له استازو سره اته وارې كتلي او تمه ده، چې ژر د دواړو خواوو ترمنځ د سولې هوكړه ليك لاسليك شي.