ads

د افغان ښځو شبكې د سولې په مذاكراتو كې د ابهامونو د شتون په اړه اندېښنه وښوده

د افغان ښځو شبكه د سولې په مذاكراتو كې د ابهامونو د شتون او د روڼتيا د نه شتون په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټينګار كوي، چې افغان ښځې بايد د دغو مذاكراتو په جريان كې واوسي. د يادې شبكې په اعلاميه كې، چې نن په يوه خبري غونډه كې له رسنيو سره […]

نویسنده: hewadpal
26 زمری 1398
د افغان ښځو شبكې د سولې په مذاكراتو كې د ابهامونو د شتون په اړه اندېښنه وښوده

د افغان ښځو شبكه د سولې په مذاكراتو كې د ابهامونو د شتون او د روڼتيا د نه شتون په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټينګار كوي، چې افغان ښځې بايد د دغو مذاكراتو په جريان كې واوسي.
د يادې شبكې په اعلاميه كې، چې نن په يوه خبري غونډه كې له رسنيو سره شريكه شوه راغلي، د سولې په مذاكراتو كې د ښځو د ګډون په برخه كې د ابهام شتون د دې پروسې باور ته زيان رسوي.
د افغان ښځو شبكې د بورډ رئيسې روشن څېړن، چې د دغې شبكې اعلاميه يې ولوسته، له امريكا وغوښتل، چې له طالبانو سره د سولې خبرو جزيات په واضحه توګه د افغانستان له حكومت او خلكو سره شريك كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا او طالبانو استازي د سولې هوكړه ليك لاسليكېدو ته نېږدې شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA