جمهوري غوښتونكى امريكايي سناتور لينډسي ګراهام له طالبانو سره د سولې د احتمالي هوكړې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، هره هغه هوكړه، چې له ترهګرۍ سره د جدي مبارزې لپاره د امريکا مخه نيسي، د سولې هوكړه نه ده او دا چاره د امريکا پر خاورې او په نړۍ کې د دغه هېواد پر ګټو لا ډېرو بريدونو ته لار پرانيزي.
ده هيله څرګنده كړې، چې د امريكا جمهور رئيس او كاري ډله يې له افغانستانه د سختدريځو ډلو د خطرونو په تړاو سمې او دوامداره پرېکړې وکړي.
ګراهام همدارنګه هيله ښودلې، چې له طالبانو سره د سولې د هر راز هوكړې په اړه، چې په افغانستان کې د امريکا پر حضور اغېز لري، په کانګرېس کې غونډې او مشورې ولري او رايې پرې واخيستلی شي.


