د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده ورور حافظ احمدالله د پاكستان كوېټې ښار ته نېږدې په يوه چاودنه كې وژل شوى دى.
د راپورونو پر بنسټ، چاودېدونكي توكي په كچلاغ ښارګوټي كې د الحاج محمد حسني جومات په منبر كې ځاى پر ځاى شوي وو، چې د جمعې لمانځه د ادا كولو په مهال وچاودل.
پاكستاني رسنۍ وايي، په دې چاودنه كې د حافظ احمدالله په ګډون، چې د ياد جومات امام و، څلور تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.
د پېښې مسووليت د طالبانو د ملا رسول ډلې منلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


