په هلمند كې د هوايي بريدونو په ترڅ كې اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، بهرنيو ځواكونو د جمعې په ورځ د سنګين ولسوالۍ په ګرم اب سيمه کې د طالبانو پر يوه موټر هوايي بريد كړى، چې له كبله يې پنځه طالبان وژل شوي او موټر يې هم له منځه تللى دى.
د سرچينې په خبره، د ګرمسېر ولسوالۍ په مربوطاتو كې بيا بهرنيو هوايي ځواكونو تېره ورځ د طالبانو يو موټر سايكل په نښه كړى، دوه طالبان يې وژلي او موټر سايكل يې هم له منځه وړى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


