د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دې ولايت په ځينو ولسواليو کې ورښتونو کروندې او کورونه تخريب کړي او خلكو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، په کوټ، چپرهار او يو شمېر نورو ولسواليو كې د سختو بارانونو، ږلۍ او سېلابونو په ترڅ كې کروندې او فصلونه تخريب شوي او بزګرانو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
په ځينو سيمو کې د سختو ورښتونو له كبله راوتو سېلابونو د خلکو د تګ راتګ لارې هم بندې کړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


