د اوكراين په يوه هوټل كې د اورلګېدنې له كبله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه كې اته تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
د اوكراين د بېړنيو خدمتونو ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دا پېښه نن سهار وختي رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه كې د اورلګېدنې د علت او د پېښې په مهال په هوټل كې د موجوده كسانو د شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي.
د يادې اورلګېدنې د علت په تړاو څېړنې روانې دي.


