د پاكستان لومړي وزير عمران خان د جمعې په ورځ د امريكا له جمهور رئيس سره ډونالډ ټرمپ سره پر نورو موضوعاتو سربېره د افغانستان په اړه هم ټيليفوني خبرې كړې دي.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ځينو رسنيو ته ويلي، عمران خان او ټرمپ ژمنه وكړه، چې د افغانستان د سولې بهير په جريان كې به د امكان په صورت كې خپل تماسونه دوامداره وساتي.
د پاكستان لومړي وزير په تېره جولاى مياشت كې واشنګټن ته د سفر په مهال هم د امريكا له جمهور رئيس سره د افغانستان په تړاو مخامخ خبرې كړې وې، چې د افغان سولې لپاره روانې هڅې يې اساسي برخه وه.
د دواړو مشرانو د پرونيو ټيليفوني خبرو په اړه زيات جزيات نه دي خپاره شوي.


