ads

صديقي: د ټرمپ د غونډې جزيات به ډېر ژر له افغان حكومت سره په رسمي توګه شريك شي

د ملي يووالي حكومت وايي، له خپلو لوړپوړو چارواكو سره له طالبانو سره د سولې هوكړه ليك په اړه د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د غونډې جزيات به ډېر ژر په رسمي توګه ورسره شريك شي. د جمهوري رياست وياند صديق صديقي نن مازديګر يوې خبري غونډې ته وويل، د افغانستان د سولې […]

نویسنده: hewadpal
26 زمری 1398
صديقي: د ټرمپ د غونډې جزيات به ډېر ژر له افغان حكومت سره په رسمي توګه شريك شي

د ملي يووالي حكومت وايي، له خپلو لوړپوړو چارواكو سره له طالبانو سره د سولې هوكړه ليك په اړه د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د غونډې جزيات به ډېر ژر په رسمي توګه ورسره شريك شي.
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي نن مازديګر يوې خبري غونډې ته وويل، د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پنجشنبې په ورځ د ويډيو كنفرانس له لارې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د يادې غونډې په تړاو جزيات شريك كړل.
د هغه په وينا، د امريكا او طالبانو ترمنځ چې هره هوكړه كېږي، پايله يې بايد اوربند، د تاوتريخوالي ختمېدل او بين الافغاني مذاكرات وي.
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له خپلو لوړپوړو چارواكو سره د تېرې شپې غونډه ښه بللې او پر خپله ټويټر پاڼه يې ليكلي، د افغانستان جګړه، چې ډېرى يې د پاى ته رسېدو غوښتونكي دي، د امكان په صورت كې د يوې معاملې له مخې پاى ته رسوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA