ads

د شاه دوشمشېره جومات د بيارغونې کار پيل شو

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر په كابل ښار كې د شاه دوشمشېره جومات د بيارغونې کار پرانيست. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني وويل، کلکه اراده لري، چې د هېواد ټول تاريخي اثار مرمت کړي او د جوماتونو له ترميم وروسته به عمده خانقاوې ترميمېږي. نوموړي زياته كړه، د يو […]

نویسنده: hewadpal
26 زمری 1398
د شاه دوشمشېره جومات د بيارغونې کار پيل شو

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر په كابل ښار كې د شاه دوشمشېره جومات د بيارغونې کار پرانيست.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني وويل، کلکه اراده لري، چې د هېواد ټول تاريخي اثار مرمت کړي او د جوماتونو له ترميم وروسته به عمده خانقاوې ترميمېږي.
نوموړي زياته كړه، د يو شمېر کاروان سرايونو نمونه يي بيارغونه به هم پيل او د کابل ټول تاريخي جوماتونه او د کابل سيند دواړو لوريو ته ودانۍ به سروې شي.
بايد وويل شي، چې د شاه دوشمشېره جومات د بيارغونې کار د هېواد د جمهور رئيس د حکم پر بنسټ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لرغونو اثارو او جوماتونو د ترميم او بيارغونې امريت له لوري ترسره كېږي.
د ياد جومات د بيارغونې كار د ۲۳ ميليونه ۶۳۱ زره افغانيو په لګښت د راتلونکي لمريز کال د تلې مياشتې په ۱۵ نېټه بشپړېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA