ads

په هېواد كې سږ كال څه باندې ۲۱۷ زره تنه بې ځايه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې يا اوچا د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د روان ميلادي كال له پيله تر دې دمه څه باندې ۲۱۷ زره كسان په افغانستان كې له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي. د اوچا موندنې ښيي، چې د افغانستان په مختلفو سيمو کې وسله‌ […]

نویسنده: hewadpal
25 زمری 1398
په هېواد كې سږ كال څه باندې ۲۱۷ زره تنه بې ځايه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې يا اوچا د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د روان ميلادي كال له پيله تر دې دمه څه باندې ۲۱۷ زره كسان په افغانستان كې له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي.
د اوچا موندنې ښيي، چې د افغانستان په مختلفو سيمو کې وسله‌ والې نښتې د خلکو د بې‌ ځايه کېدو عمده علت دى او بې ‌ځايه شوې کورنۍ نه شي کولى بېرته خپلو سيمو ته ستنې شي.
د يادې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۱۹م ميلادي کال له پيله تر دا مهاله نېږدې ۲۹۴ زره افغان كډوال او پناه ‌غوښتونکي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي او يا په جبري ډول ايستل شوي دي.
له دې شمېرې ۲۷۰ زره ۴۰۰ افغانان له ايران، ۱۶ زره ۷۰۰ له پاکستان، پنځه زره ۵۶۰ له ترکيې او پاتې له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته تللي دي.
په همدې حال كې اوچا اندېښنه څرګندوي، چې د روان ميلادي كال تر پايه به په افغانستان كې بشري مرستو ته د اړتيا لرونكو كسانو شمېر نېږدې يو ميليون تنو ته ورسېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA