ads

په لوګر كې د وسله والو طالبانو عملياتي مسوول ووژل شو

د ملي دفاع وزارت وايي، د لوګر د مركز پل علم په مربوطاتو كې د دوهم نمبر لويې لارې په اوږدو كې د كومانډو سرتېرو په مشرۍ د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواكونو د ځانګړو عملياتو په مهال د وسله والو طالبانو د عملياتو مسوول مولوي قدرت الله وژل شوى دى. د دې وزارت […]

نویسنده: hewadpal
25 زمری 1398
په لوګر كې د وسله والو طالبانو عملياتي مسوول ووژل شو

د ملي دفاع وزارت وايي، د لوګر د مركز پل علم په مربوطاتو كې د دوهم نمبر لويې لارې په اوږدو كې د كومانډو سرتېرو په مشرۍ د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواكونو د ځانګړو عملياتو په مهال د وسله والو طالبانو د عملياتو مسوول مولوي قدرت الله وژل شوى دى.
د دې وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، مولوي قدرت الله په لوګر كې د طالبانو د پراخو عملياتو په پلانولو كې رول درلود.
د سرچينې په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ كې د ماين جوړونې يوه فابريكه هم كشف او له منځه يووړل شوه.
د ملي دفاع وزارت په خبره، په ياده فابريكه كې له جوړېدونكو ماينونو په كابل ښار كې په ترهګريزو بريدونو او چاودنو كې ګټه پورته كېده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA