د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، د پكتيا په زرمت ولسوالۍ كې ملكي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله په جدي توګه څېړل كېږي.
د ملي امنيت شورا له دفتره تېر ماښام په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، محب په كابل كې د ملګرو ملتونو له استازي تاداميچي ياماموتو سره په ليدنه كې وويل، د يادو څېړنو موندنې به ژر له خلكو سره شريکې شي.
نوموړى ټينګار كوي، چې حکومت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په اړه جدي دى او په دې برخه کې زغم نه شي کولاى.
بل پلو ياماموتو د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي په برخه كې د حكومت د پاليسۍ د ښه والي او پياوړتيا غوښتونكى شو.
د راپورونو له مخې، د لوى اختر په لومړۍ ورځ د پكتيا په زرمت ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو په عملياتو كې ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.