ads

امريكا له زندانه د فېروزي د خوشې كېدو په اړه غبرګون وښود

په كابل كې د امريكا سفير جان بس د اداري فساد د مخنيوي لپاره د افغانستان د حكومت د ژمنو په اړه شك ښودلى دى. نوموړى هغو راپورونو ته اشاره كوي، چې په كې د ملي امنيت د پخواني رئيس او د جمهوري رياست ټاكنو د كانديد رحمت الله نبيل له قوله ويل شوي، چې […]

نویسنده: hewadpal
25 زمری 1398
امريكا له زندانه د فېروزي د خوشې كېدو په اړه غبرګون وښود

په كابل كې د امريكا سفير جان بس د اداري فساد د مخنيوي لپاره د افغانستان د حكومت د ژمنو په اړه شك ښودلى دى.
نوموړى هغو راپورونو ته اشاره كوي، چې په كې د ملي امنيت د پخواني رئيس او د جمهوري رياست ټاكنو د كانديد رحمت الله نبيل له قوله ويل شوي، چې افغان حكومت د جمهور رئيس محمد اشرف غني له ټاكنيز كمپاين سره د مالي مرستې په خاطر د كابل بانك پخوانى رئيس خليل الله فېروزي تر وخت وړاندې له زندانه خوشې كړى دى.
جان بس پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې د دا ډول راپورونو له اورېدو اغېزمن شوى دى.
هغه وايي، په تېره لسيزه كې ګڼ شمېر افغانان ځورېدلي، ځكه چې نړيوالې مرستې د شخصي ګټو لپاره غلا شوې دي.
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي د نبيل ادعا عوام فرېبه او كمپايني بللې او رد كړې يې ده.
د كابل بانك بنسټګر شېرخان فرنود، چې له فېروزي سره يو ځاى د دغه بانك د فساد په قضيه كې تورن و، تېر لمريز كال د زړه د حملې له كبله مړ شو.
د جمهوري رياست وياند ويلي، فېروزي هم ناروغ دى او د عدلي، قضايي، روغتيايي او امنيتي مسوولينو د نظر له مخې خپل كور ته لېږل شوى، خو تر جدي څار لاندې دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA