ads

له انګلستان سره د نړۍ د معلولينو د كركټ لوبډلې په لوبه كې افغان لوبغاړي ښه وځلېدل

د نړۍ د معلولينو د كركټ لوبډلې، چې درې افغان لوبغاړي يې هم برخه وو، په يوه دوستانه ۲۰ اوريزه لوبه كې د كوربه هېواد انګلستان لوبډلې ته ماتې وركړه. د انګلستان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۶۱ منډې هدف وټاکه، چې د نړۍ د معلولينو د كركټ لوبډلې د افغان لوبغاړو په مټ پوره […]

نویسنده: hewadpal
25 زمری 1398
له انګلستان سره د نړۍ د معلولينو د كركټ لوبډلې په لوبه كې افغان لوبغاړي ښه وځلېدل

د نړۍ د معلولينو د كركټ لوبډلې، چې درې افغان لوبغاړي يې هم برخه وو، په يوه دوستانه ۲۰ اوريزه لوبه كې د كوربه هېواد انګلستان لوبډلې ته ماتې وركړه.
د انګلستان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۶۱ منډې هدف وټاکه، چې د نړۍ د معلولينو د كركټ لوبډلې د افغان لوبغاړو په مټ پوره کړ.
د يادې لوبډلې لوبډلمشر افغان لوبغاړى محمدالله احمدزى و او ۳۲ منډې يې وكړې.
نورو افغان لوبغاړو محمد اشرف ۴۰ او طفيل دوست خېل بيا ۳۵ منډې ترسره كړې.
د افغانستان د كركټ د معلولينو لوبډلې تر دې وړاندې په انګلستان كې د پنځو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ په لوبلړۍ كې، چې د روانې اګسټ مياشتې له څلورمې تر ۱۳مې نېټې يې دوام درلود، ګډون وكړ، پاکستان، بنگله دېش او انگلستان ته يې په ۲۰ اوريزو لوبو كې ماتې وركړې، خو د هند په وړاندې بريالۍ نه شوه او په نيمه پايلوبه كې يې بيا له انګلستانه په ۱۰ منډو ماتې وخوړه او پايلوبې ته يې لار پيدا نه كړه.
د يادونې وړ ده، چې د افغان معلولينو د كركټ لوبډله به د اګسټ مياشتې په ۱۸مه نېټه هېواد ته راستنه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA