د فنلنډ د بهرنيو چارو وزارت اعلان كړى، چې ښايي د دې هېواد چارواكي د ايران د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف سره په فارس خليج كې د كړكېچ په تړاو وغږېږي.
ټاكل شوې ظريف د راتلونكې دوشنبې په ورځ هلسينكي ته لاړ شي او د فنلنډ د بهرنيو چارو له وزير پكا هاويسټو او د دغه هېواد له جمهور رئيس ساولي نينيسټو سره وګوري.
د فنلنډ د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دوه اړخيزې اړيكې، سيمه ييز او نړيوال مسايل، د بشري حقونو اړوند مسايل او ځينې نور موضوعات به د ايران د بهرنيو چارو د وزير او فنلنډي چارواكو ترمنځ د بحث له عمده مواردو څخه وي.
په پام كې ده، چې ظريف له فنلنډ وروسته سويډن او ناروې ته هم سفرونه وكړي.


