ads

په ننګرهار کې د سولې ترسرلیک لاندې نندارتون پرانیستل شو

په جلال اباد کې د سولې ترسرلیک لاندې انځوریز نندارتون پرانیستل شو. مسولین وایي د دغه نندارتون هدف ځوانانو ته د یووالي پيغام ورکول او له پخوانیو تاریخي څېرو د ځوانانو خبرول دي. دغه دوه ورځنی نندارتون به دوه ورځې پرانیستی وي، چې پکې د پخوانیو پاچاهانو په لاس انځور شوې څېرې نندارې ته اېښودل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 زمری 1398
په ننګرهار کې د سولې ترسرلیک لاندې نندارتون پرانیستل شو
ننګرهار کې نندارتون

په جلال اباد کې د سولې ترسرلیک لاندې انځوریز نندارتون پرانیستل شو.
مسولین وایي د دغه نندارتون هدف ځوانانو ته د یووالي پيغام ورکول او له پخوانیو تاریخي څېرو د ځوانانو خبرول دي.
دغه دوه ورځنی نندارتون به دوه ورځې پرانیستی وي، چې پکې د پخوانیو پاچاهانو په لاس انځور شوې څېرې نندارې ته اېښودل شوې دي.
د سولې تنده دومره ډېره ده، چې ولس د سولې په نوم یو وړوکي کار ته هم په لویه کچه هیلې ساتي.
په ننګرهار کې د سولې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی انځوریز نندارتون پرانیستل شو.
دغه نندارتون به پنجشنبه او جمعه پرانیستی وي.
مسولین یې وایي په دغه نندارتون کې د پخوانیو او اوسنیو مطرحو څېرو انځورونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
د دې نندارتون مشرمحمد عادل بصیرت وایي په نندارتون کې یې د هېواد د روان وضعیت پيغامونه د انځور په ژبه ولس ته وړاندې کړی.
بصیرت وایي د دې نندارتون د پرانیستو څخه یې هدف ځوانانو ته د یووالي پيغام ورکول او له پخوانیو او اوسنیو مطرحو او د هېواد په درد خوړلو څېرو د ځوانانو خبرول دي.
هغه وایي د سولې نوم یې ځکه ورکړی چې، په هېواد کې سولې ته تر بل هر وخت هیلې زیاتې شوې دي.
نندارتون ته راغلي خلک هم خوښ دي او په دې باور دي چې دا ډول نندارتونونه کولای شي د ځوانانو ترمنځ د یووالي ریښه لا پياوړې کړي او له خپل تاریخ څخه تر بل هرې لارې ښه خبر شي.

د سولې دا ډول نندارتونونه تر ډېره ښې او مثبتې هیلې له ځانه سره لري او ولس هم له دا ډول نندارتونونو په مینه او نوي فکر لیده کاته ترسره کوي، ځکه تر بل هر وخته په هېواد کې د سولې لپاره هڅې ګړندۍ شوي او د سولې هر ډول چیغه دوی ته لا هیلې ور بښلی شي.
او د نظر د خاوندانو په اند باور هم د سولې په راتګ ډیر شوی او هیله شته چې ډیر ژر به د سولې تړون لاسلیک شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA