جمهور رییس غني د وډیویي کنفرانس له لارې د پنځو ښارونو د ستراتیژیک پلان راپور واورېد.
پرون په ارګ ماڼۍ کې د پنځو ښارونو هرات، کندهار، جلااباد او خوست د ستراتیژیک پلان د برابر شوي کاري پرمختګ راپور جمهور رییس غني ته وړاندې شو.
دغه راپور د ساساکي کمپنۍله لوري برابر شوی دی.
ښاغلي غني د دغه راپور تر اورېدو وروسته د ښارونو د نښلول کېدو، کانونو، اوبو، انرژۍ، ټرانسپورټ په برخه کې د پرمختګونو او په یادو ښارونو کې د بشري سرچینو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د دغې کمپنۍ له هڅو یې مننه وکړه.
ساساکي کمپنۍ څرګنده کړه چې دغه پلان د یو کال په موده کې ترتیبېږي او تر دې وروسته له ۵ څخه بیا تر ۸ پورې بنسټیزې پروژې د نړیوال بانګ په مالي مرسته پلې کېږي.
ساساکي د ښاري طراحۍ او پلان جوړولو یوه کمپنۍ ده چې مرکزي دفتر یې د امریکا متحده ایالتونو په بوستون ښار کې دی او د ښار جوړولو متخصص او مسلکي ټیم یې د نړۍ له څلوېښتو څخه په ډېرو هېوادونو کې نړیواله تجربه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ