د کلید راډیو

افغان ځواكونو په هلمند كې د طالبانو پر قرارګاوو عمليات كړي
10 ساعته وړاندې

په پكتيا كې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول
10 ساعته وړاندې

سمون: د مینې په وخت کې د شعر محصول د مینې غږ دی
۱۴ لیندۍ ۱۳۹۷

“که پر بهیر غږېږو، ډېر به پر تصویر غږېږو”
۲ تله ۱۳۹۷

يو هوډمن او پر ځان باوري زلمی
۴ وږی ۱۳۹۷

جلان: ځینې خبرې سپینې او په جرئت لیکم
۳ زمری ۱۳۹۷
slideshow
په غزني کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي

د غزني ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې د هوایي بریدونو په پایله کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د دغه ولایت د خبرپاڼې له مخې، یاد هوایي عملیات په قره باغ، ګیلان او ناوې ولسوالیو کې ترسره شوي دي، چې په پایله کې یې وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله اوښتې.
خبرپاڼه وایي، هوایي ځواکونو د قره باغ په مریاڼو سیمه کې د طالبانو پر یوې ډلې هوایي برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په ګیلان کې ۲ او په ناوې ولسوالۍ کې ۵ وسله وال طالبان د افغان ګډو ځواکونو په هوایي برید او د ولسي پاڅون کوونکو په کمین کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تبصیره نه ده کړې.