slideshow

۲۴ زمری ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

پدرام: زموږ د ټاکنو په اړه نور کسان تصمیمونه نیسي

لطیف پدرام تصویر: ټولنیزې رسنۍ

د جمهوري ریاست نوماند لطیف پدرام د ټاکنو ترسره کېدو په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې زموږ په ټاکنو کې تصمیمونه نور نیسي.
د عدالت او امنیت ټاکنیز ټیم مشر لطیف پدارم نن (پنجشنبه) د ټاکنیز کمپاین په لومړۍ غونډه کې د نورو کاندیدانو برنامو ته په نیوکې سره وویل چې ټاکنې بشپړې خپلواکې نه دي او نور زموږ په ټاکنو کې لاسوهنه کوي.
ښاغلي پدرام د ټاکنو پر ترسره کېدو شک وښود.
د جمهوري ریاست دغه نوماند د افغانستان بهرني سیاست ته په نیوکې زیاته کړه چې نور کاندیدان باید د کشمیر د موضوع په اړه ښکاره دریځ ولري.
ښاغلي پدرام همدارنګه په هېواد د جګړې پر سختېدو او د هېواد په ځینو برخو کې د داعش ډلې په ښکاره کېدو هم اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې امریکا یو اشغالګر هېواد دی.
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست د ټاکنو کابو ۲۰ ورځې تېرېږي، خو تراوسه ځینو نوماندانو خپل ټاکنیز کمپاینونه نه دي پیل کړي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *