slideshow

75
۲۴ زمری ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

عمران خان هند ته په کشمیر کې د مسلمانانو د نژاد پاکولو په تړاو ګواښ وکړ

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان تصویر: ټولنیزې رسنۍ

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په جامو او کشمیر کې د مسلمانانو د نژاد پاکولو په اړه ګواښ وکړه او زیاته یې کړه چې هند په کشمیر کې د نظامي لاسوهنې هڅه کوي.
د راپورونو له مخې، ښاغلي عمران خان تېره ورځ د پاکستان تر واکمنۍ لاندې کشمیر ته سفر وکړ او هلته یې له جامو او کشمیر څخه د مسلمانانو د نژاد پاکولو په اړه هند ته خبرداری وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې هند په دې هڅه کې دی، ترڅو د پاکستان کشمیر په سیمه کې نظامي عملیات پیل کړي او که د پاکستان او هند ترمنځ جګړه وشي، نړیواله ټولنه به یې مسوله وي.
د هند تر واک لاندې کشمیر کې اکثریت د خپلواکۍ پلویان دي او ګڼ کسان‌یې تر هند دا غوره ګڼي چې له پاکستان سره وي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *