slideshow

51
۲۴ زمری ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

د پکتیا د زرمت د پېښې جدي څېړنه کېږي

ملي امنیت شورا تصویر: ټولنیزې رسنۍ

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
ملي امنیت شورا منلې چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو تر ځنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغې شورا د اعلامیې له مخې، جمهور رییس محمد اشرف غني په پکتیا ولایت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د جدي پلټنې غوښتنه کړې ده.
د ملي امنیت شورا د اعلامیې له مخې، هغو کسانو ته به د قانون له مخې جزا ورکړل شي، چې په دغه پېښه کې ګرم وپېژندل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې ماسخوتن افغان ځواکونو د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات کړي‌ وو، چې ملکي وګړو ته پکې د مرګ ژوبلې ادعا شوې وه.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *