ads

د سوریې وسله والو مخالفینو د بشار اسد د حکومت الوتکه راغورځولې

د سوریې حکومت وایي د دغه هېواد یوه جنګي الوتکه د ادلیب او حما تر منځ لویدلې ده. د راپورنو له مخې یاده الوتکه په سوریه کې د حکومت د مخالفو وسله والو تحریر شام له لوري ویشتل شوې ده. تر دې وړاندې په سوریه کې د دولت مخالفو وسلوالو تحریر شام ویلي و، چې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 زمری 1398
د سوریې وسله والو مخالفینو د بشار اسد د حکومت الوتکه راغورځولې
په سوریه کې د الوتکې نسکورېدل

د سوریې حکومت وایي د دغه هېواد یوه جنګي الوتکه د ادلیب او حما تر منځ لویدلې ده.
د راپورنو له مخې یاده الوتکه په سوریه کې د حکومت د مخالفو وسله والو تحریر شام له لوري ویشتل شوې ده.
تر دې وړاندې په سوریه کې د دولت مخالفو وسلوالو تحریر شام ویلي و، چې د دوی ځواکونو په ادلیب ولایت کې د حکومت یوه جنګي الوتکه راغورځولې ده.
د سوریې امنیتي ځواکونه وایي، دغه الوتکه د تحریر شام د تروریستي ډلې د پنځایونو ویشتلو لپاره دغې سیمې ته تللې وه، چې د مخالفینو له لوري ویشتل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې حکومت د ادلیب د جنوبي برخې د نیول کېدو خبر ورکړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA