slideshow

59
۲۴ زمری ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

حکومت د شکایتونو د ارزولو او ثبت مرکز جوړ کړ

ارګ ماڼۍ تصویر: کلید

د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرکز د جمهور رییس غني د لارښوونې پر بنسټ د هېوادوالو د شکایتونو د ارزولو او ثبت په هدف جوړ شوی دی.
هغه مراسم چې په مرمرینه مانۍ کې په همدې هدف جوړ شوي وو، د جمهور رییس اشرف غني د دفتر رییس فیض کاکړ د دغه مرکز جوړل د دولتي ادارو د کړنو ارزولو لپاره غوره وبلل او زیاته یې کړه چې حکومت د هېوادوالو د شکایتونو ارزولو ته ځان مسول بولي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد دننه او بهر ټول هېوادوال ۲۴ ساعته کولای شي له ۵۰۰۰ شمېرې سره د اړیکې له لارې د جمهوري ریاست له بنسټ سره په اړیکه کې شي او خپل شکایتونه، نظریات او وړاندیزونه د قانوني پړاونو تر بشپړېدو وروسته ثبت کړي.
دغه اداره پر داسې مهال رامنځته کېږي چې تر دې وړاندې هېوادوال حکومت ته د خپلو شکایتونو رسېدو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *