slideshow

86
۲۴ زمری ۱۳۹۸
لیکونکی: محمدخان بریال

انګلستان له افغان حکومت سره د ټاکنو ترسره کېدو لپاره ۸ میلیونه پونډه مرسته کوي

ټاکنې تصویر: ټولنیزې رسنۍ

انګلستان له افغان حکومت سره د ټاکنو په ترسره کېدو کې مالي مرسته کوي.
د انګلستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه هېواد له افغانستان سره د ټاکنو په ترسره کېدو کې ۸ میلیونه پونډه مرسته کوي.
په دغه اعلامیه کې، چې نن خپره شوې، راغلي، د دغه هېواد نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان د ټاکنو له کمېسیون سره د ټاکنو ترسره کېدو لپاره ۸ میلیونه پونډه مالي مرسته په پام کې نیولې ده.
په کابل کې د انګلستان سفیر الیسون بلیک د افغانستان د ټاکنو له پروسې سره پر یادې مرستې خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې بریټانیا په افغانستان کې د ټاکنو له ترسره کېدو او کاندیدانو بشپړ ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د جمهوري ریاست ټاکنې د تلې میاشتې پر ۶ مه نېټه ترسره شي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *