په کابل او هرات کې پر کانګو اخته ۳۲ ناروغان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په کابل او هرات ولایتونو کې پر کانګوو ناروغۍ اخته ۳۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د انتاني روغتون ډاکتران وایي، یوازې د اختر په ورځو کې دوی ته پر کانګو ناروغۍ اخته ۲۵ کسان ور وړل شوي دي.
د دغې ناروغۍ وایروس له حشراتو او څارویو انسانانو ته لېږدول کېږي.
د کانګو ناروغۍ مهمې نښې د سر درد، تبه، د ملا درد، د هډوکو درد، د زړه بدوالی، د سترګو سوروالی او د ستوني درد دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د اختر په ورځو کې پر کانګو ناروغۍ د اخته کېدو په اړه خبرداری ورکړی و.