ads

په هلمند کې د چسپکي ماین په چاودنه کې درې پولیس ټپیان شوي

په هلمند ولایت کې د چسپکي ماین په چاودنه کې درې پولیس ټپیان شوي دي. د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو امر دویم څارن محمد زمان کلید ته وویل، چې تېره شپه ۹ بجې د لښګرګاه ښار د ملت بابا پارک مخې ته د پولیسو پر یو موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 زمری 1398
په هلمند کې د چسپکي ماین په چاودنه کې درې پولیس ټپیان شوي
هلمند هیلۍ چوک

په هلمند ولایت کې د چسپکي ماین په چاودنه کې درې پولیس ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو امر دویم څارن محمد زمان کلید ته وویل، چې تېره شپه ۹ بجې د لښګرګاه ښار د ملت بابا پارک مخې ته د پولیسو پر یو موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې، چې په ترڅ کې یې دوه پولیس تپیان شوي دي.
خو په هملند کې د ایمرجنسي روغتون یو تن ډاکتر بیا د نوم نه ښودلو په شرط کلید ته وویل چې له دغې پېښې دوی ته درې ټپیان ور وړل شوي دي.
د یادې پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA