خلک له روغتیایي مسولینو غوښتنه کوي، چې د ښار او ولسوالیو په ټولو روغتیایي مرکزونو کې دې د یادې وژونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.
خو د عامې روغتیا ریاست چارواکي بیا وایي، چې د لوی اختر په ورځو کې یې پر کانګو ناروغۍ هېڅ پېښه نه ده ثبت کړې او دوی یې په دې برخه کې د لازمو تدابیرو خبر هم ورکوي.
اوس ننګرهار میشتي د یادې ناروغۍ خپریدو ته اندېښمن دي او له روغتیایي مسولینو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یادې وژونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.
یو شمیر خلکو له کلید سره په خبرو کې وویل، دوی لاهم د یادې ناروغۍ په برخه کې کافي معالومات نه لري چې په دې برخه دوی عامه پوهاوی مهم بولي.
بل لور ته د ننګرهار د عامې روغتیا مسولین وایي، چې د لوی اختر له تېریدو وروسته یې د کانګو پر وژونکې ناروغۍ هېڅ ناروغ روغتون ته نه دی راوړل شوی.
د عامې روغتیا ویاند ډاکتر ظاهر عادل له کلید سره په خبرو کې وویل، د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې له اختر وړاندې او وروسته لازم تدابیر د ښار او ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې نیولي دي.
په ورته مهال ډاکتر شکیل یوسفزی کریمیایي یا کانګو یوه خطرناکه ناروغي بولي او وایي که پر یادې ناروغۍ د اخته کس په وخت درملنه ونشي د مړینې امکان یې ډیر دی.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې په کابل او هرات ولایتونو کې د کریمیايي کانګو وژونکې ناروغۍ له ثبت شویو ۲۹۶ پېښو څخه ۳۲ کسان مړه شوي دي.
روغتیا پالان په انسان کې د کانګو د ناروغۍ نښې شدیده تبه، د سر او عضلاتو درد، د سترګو سوروالی، له رڼا څخه ویره، زړه بدوالی، کانګې، د ګېډې درد او نس ناستي دي او که چېرې دا ډول علایم په چا کې لیدل کېږي، ژر ترژره دې نېږدې روغتیايي مرکز ته ځان ورسوي.