په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو پلان شوي بریدونه د امنیتي ځواکونو له لوري شنډ شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله والو طالبانو د غزني په ډېر شمېر سیمو کې د بریدونو پلان درلود، خو د امنیتي ځواکونو له لوري دغه بریدونه شنډ شوي دي.
د نوموړي په خبر، وسله والو طالبانو د غزني په دیک، قرباغ او مرکز کې څلور بریدونه ترسره کړل، چې د امنیتي ځواکونو له خوا په شاوتمبول شول.
په دغو پېښو کې یوازې یو افغان سرتیری ټپي شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
امنیتي ځواکونو د اختر په ورځو کې د وسله والو طالبانو درې کړۍ خښ شوي ماینونه هم شنډ کړي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.