په ارزګان کې د سلمې کليزې د چمتوال په مناسبت په ځانګړي شوي پرګرام کې د سولې غوښتنه وشوه.
په ارزګان کې د سلګونه کسانو له لوري د خپلواکۍ د بیرته اخيستلو د سلمي کليزې په مناسبت په ورزشي سټډيوم کې ځانګړی پرګرام ترسره شو.
دغه پرګرام په درېیو برخو کې ترتیب شوی و، چې موسقي، تمثلي ټوټې او ملي اتڼونه پکې وشول.
د شپي ۱۱ بجي په ارزګان مرکز ترينکوټ ښار کې د شهيد جنرال جان محمدخان په ورزشي سټډيوم د ترينکوټ دښاروالۍ له لوري د سلمې کليزې په مناسبت ځانګړی اختريز پرګرام ترسره شوه.
په ياد پرګرام کې د سلګونه نورو کسانو ترڅنګ، د دغه ولايت يو شمېر چارواکو هم ګډون کړی و.
د ترينکوټ ښاروال انجنر نعمت الله بختيار د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو پر سلمې کليزې خبرې وکړې.
نوموړي د خپلواکۍ پر ارزښت وغږېد او له خلګو يې غوښتنه وکړه چې د يو خپلواک افغانستان لپاره دې په خپلو اولادونو تعليم وکړي.
نعمت الله بختيار د سولې غوښتنه هم وکړه او د جګړې له ښکېلو غاړو څخه يې وغوښتل چې جګړه بس کړي.
په جوړه شوي پرګرام کې د دغه ولايت ميشتو سيمه ييزو سندغاړو ملي سندرې هم وويلې.
د پرګرام په بله برخه کې په دغه ولايت کې ميشتو ممثلينو د لوړو ولورونو د زيانونو او مخنيوي په هلکه ګډونوالو ته ادبي ټوټه وړاندې کړه.
په ترسره شوي تمثل کې له خلګو غوښتنه وشوه چې خپل اولادونه دې د ډېرو پیسو په بدل کې نه ورکوي.
د پرګرام په بل خبره کې د يو شمېر چاوراکو او د دغه ولايت د اوسيدونکو له لوري ملي اتڼونه ترسره شول.
د هېواد د خپلواکۍ دبیرته اخيستلو په هدف په ياد ځانګړي شوي پرګرام کې اور لوبي هم ترسره شوې او نندارچيانو يې ننداره وکړه.
د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو سلمې کليزې ته چې د ګوتو په شمېر ورځې پاته دي، د ارزګان تر څنګ په ډېرو ولايتونو کې ورته چمتوالي نیول شوي دي.