د انګلستان د کرکټ د معلولینو لوبډلې افغان لوبډلې ته په ۱۰ منډو ماتې ورکړه.
د پرونۍ لوبې پچه انګلستان وګټله او لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې افغان لوبډلې ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.
په افغان توپ اچوونکو کې شیرین اغا او جمیل شاه دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان معلولینو لوبډلې د ورکړل شوي هدف په تعقیب د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۸ منډې ترلاسه کړې.
په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې یوازې درې لوبې وګټلې.
د یادونې ده چې پایلوبه به نن د انګلستان او هندوستان ترمنځ ترسره شي.