ads

خوستیو مېرمنو د اختریز ټیکري په غونډه کې د جګړې درېدو غوښتنه وکړه

په خوست کې مېرمنو د سولې اختریز ټیکړي تر سرلیک لاندې غونډه کې د روانې جګړې د ودریدو غوښتنه وکړه. په دغه فرهنګي غونډه کې مېرمنو په يو غږ په هېواد کې د روانې جګړې درېدلو غوښتنه وکړه. دغو مېرمنو، چې شمېر يې نېږدې ۲۰۰ ته رسيده، د قطر په دوحه کې د افغان سولې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 زمری 1398
خوستیو مېرمنو د اختریز ټیکري په غونډه کې د جګړې درېدو غوښتنه وکړه
خوست کې د اختریز ټیکري غونډه

په خوست کې مېرمنو د سولې اختریز ټیکړي تر سرلیک لاندې غونډه کې د روانې جګړې د ودریدو غوښتنه وکړه.
په دغه فرهنګي غونډه کې مېرمنو په يو غږ په هېواد کې د روانې جګړې درېدلو غوښتنه وکړه.
دغو مېرمنو، چې شمېر يې نېږدې ۲۰۰ ته رسيده، د قطر په دوحه کې د افغان سولې په تړاو روانو خبرو ته هیله څرګنده کړه، خو غوښتنه یې دا وه چې په دغو خبرو کې د افغان ښځو پرحقونو معامه ونه شي.
د دغه فرهنګي پروګرام يوې ګډونوالې محبوبې لعل افغان خپلو خبرو کې وويل، په روانه جګړه کې افغان ميندو د بل هر قشر په پرتله ډېره قرباني ورکړې او له هغوی يې مېړونه، وروڼه او ځوان زامن واخيستل.
د محبوبې په خبره روانې جګړې افغان ماشومان بې سرپرسته کړل او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره له زده کړو پاتې او کار ته یې ملاوې تړلي.
د سهيلا نوري په نوم د دغې فرهنګي غونډې بلې ګډونوالې خپلو خبرو کې وويل، په هېواد کې روانه شخړه په جګړه او وينه تويونه نه حل کېږي.
د هغې په وينا له دغه بحران څخه د ژغورل کېدو يوازنۍ لاره سوله او خبرې اترې دي، خو په خبره یې پکارده چې د ښځو ونډه له پامله ونه غورځوله شي.
په ورته مهال د خوست والي محمد حليم فدايي بيا دغې غونډې ته وويل، هغه سوله چې د افغان مېرمنو حقوق نه وي په کې خوندي، دوی ته د منلو وړ نه ده.
والي وویل، دوی د داسې سولې پلوي کوي چې له افغان حکومت سره وي او د افغان حکومت په رهبرۍ باندې مخ ته وړل کیږي.
ښاغلي فدایي دغه راز وويل چې افغان خويندو د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ کړی او په هره برخه کې يې لاسته راوړنې درلودلي، نو دوی نه غواړي چې د سولې روانو خبرو په ترڅ کې دې یادې لاسته راوړنې ترپښو لاندې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA