slideshow

62
۲۳ زمری ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

په کابل کې د حقاني شبکې یو غړی نیول شوی

د حقاني شبکې نیول شوی غړی تصویر: ټولنیزې رسنۍ

د کورنیو چارو وزارت وایي، نن چهار شنبه په کابل د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د حقاني شبکې یو غړی نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د حقاني شبکې د غړو نیولو په هدف عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د سردار محمد په نوم د ترهګرو طالبانو د حقاني شبکې یو مهم غړی نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کس د وسله طالبانو او حقاني شبکې لپاره د وسلو اومهماتو جوړولو دنده پر غاړه درلوده.
د یو بل خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د ۸ نورو وسله والو طالبانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
دغه وزارت وایي، له یادو کسانو سره دوه میله کلاشینکوفونه، یو میل تفنګچه، جعلي پېژندپاڼې او پاسپورټونه نیول شوي دي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *