slideshow

4754
۲۳ زمری ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

په ننګرهار کې د داعش ډلې دوه مهم غړي ونیول شول

ننګرهار کې نیول شوي داعش وسله وال تصویر: ټولنیزې رسنۍ

د کورنیو چارو وزارت وایي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې دوه مهم غړي ونیول.
د کورنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې، له نیول شوو کسانو سره دوه میله کلاشینکوفونه او د ځانمرګو بریدونو واسکټونه نیول شوي دي.
په نیول شوو کسانو کې د عبدالرحمن په نوم یو تن شامل دی، چې د ځانمرګو واسکټونو جوړولو مسولیت یې پر غاړه درلود.
داعش وسله والو تر اوسه د دغو کسانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
په ننګرهار کې په دې وروستیو کې تروریستي پېښې ډېرې شوې، چې خلک امنیتي ځواکونه د امنیت په کابو کېدو کې پاتې بولي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *