ads

ټرمپ د سوداګرۍ له نړیوال سازمان د وتلو ګواښ کړی

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ وایي، که اړتیا پېښه شي، د سوداګرۍ له نړیوال سازمان به بهر شي. نوموړي ګواښ کړی چې که د سوداګرۍ په سازمان کې د شته هېوادونو پر وړاندې په تګلارو کې بدلون رانه شي، شونې ده چې امریکا له دغه سازمان سره اړیکې پرې کړي. ښاغلي ټرمپ د امریکا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 زمری 1398
ټرمپ د سوداګرۍ له نړیوال سازمان د وتلو ګواښ کړی
د امریکا جمهور رییس ټرمپ

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ وایي، که اړتیا پېښه شي، د سوداګرۍ له نړیوال سازمان به بهر شي.
نوموړي ګواښ کړی چې که د سوداګرۍ په سازمان کې د شته هېوادونو پر وړاندې په تګلارو کې بدلون رانه شي، شونې ده چې امریکا له دغه سازمان سره اړیکې پرې کړي.
ښاغلي ټرمپ د امریکا په پنسیلوانیا ایالت کې خپلو پلویانو ته په وینا کې څرګنده کړه چې که اړتیا پېښه شي د سوداګرۍ له سازمان به بهر شي.
ده په تېر ژمني کې په دې اړه خبرداری ورکړی و.
د سوداګرۍ نړیوال سازمان بنسټ په ۱۹۹۵ میلادي کال کې کېښودل شو.
د دغه سازمان دنده له نړیوالو سوداګرو سره مرسته او د دغه سازمان د غړو هېوادونو تر منځ د اختلافونو حلول دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA