ads

امریکا او ترکیه په سوریه کې امن سیمې جوړوي

امریکا او ترکیې په سوریه کې د امن سیمې اداره کولو لپاره د ګډو عملیاتو د مرکز جوړېدل پیل کړل. د ترکیې دفاع وزارت په یوه بیانیه کې ویلي چې د سوریې په جنوب کې د امن سیمو اداره کولو لپاره د امریکا او ترکیې د ګډو عملیاتو د مرکز جوړېدو هڅې پیل شوې دي. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 زمری 1398
امریکا او ترکیه په سوریه کې امن سیمې جوړوي
په سوریه کې د ترکیې او امریکا ځواکونه

امریکا او ترکیې په سوریه کې د امن سیمې اداره کولو لپاره د ګډو عملیاتو د مرکز جوړېدل پیل کړل.
د ترکیې دفاع وزارت په یوه بیانیه کې ویلي چې د سوریې په جنوب کې د امن سیمو اداره کولو لپاره د امریکا او ترکیې د ګډو عملیاتو د مرکز جوړېدو هڅې پیل شوې دي.
په دغه بیانیه کې راغلي چې د یاد مرکز د رامنځته کېدو په چارو کې د امریکا شپږ کسیز پلاوی هم ګډون لري.
ترکیې او امریکا تېره چهار شبنه په سوریه کې د امن سیمو رامنځته کېدو په تړاو هوکړه وکړه.
د دغې هوکړې بشپړ جزیات نه دي په ډاګه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې دفاع وزارت تر دې وړاندې په سوریه کې د امن سیمو جوړېدو خبر ورکړی وی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA