ads

په پکتیکا کې د ۱۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلي کېږي

د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغوونې او پراختیا ریاست له لوري په روان کال کې د ۱۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت بیلابیلي پروژي پلې کېږې. مسولین وايي په یادو پروژو کې ښوونځيو ته ودانۍ جوړول، د کاریزونو رغول، د کانالونو جوړول او ځيني نورې حیاتي پروژې شاملې دي. بل پلو ولایتي شورا او مشران غوښتنه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 زمری 1398
په پکتیکا کې د ۱۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلي کېږي
پکتیکا د کلیو او پراختیا ریاست

د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغوونې او پراختیا ریاست له لوري په روان کال کې د ۱۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت بیلابیلي پروژي پلې کېږې.
مسولین وايي په یادو پروژو کې ښوونځيو ته ودانۍ جوړول، د کاریزونو رغول، د کانالونو جوړول او ځيني نورې حیاتي پروژې شاملې دي.
بل پلو ولایتي شورا او مشران غوښتنه کوي چې ټولې پروژې دې د خلکو د غوښتنو او اړتیاوو پر بنسټ پلي شي ، تر څو يي چاري شفافي او اړمن خلک تري برخمن شي.
د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغووني او پراختیا سرپرست رییس انجنیر مومن افغان وايي، د تېرو کلونو پر پرتله په روان کال کې لا ډېري او د ولس په خوښه ټاکل شوې پروژې تر کار لاندې دي.
هغه وویل، د ۱۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت به د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې پروژې پلې شي، چې خلکو ته به د کاري زمینې برابرولو تر څنګ د ژوند ډېری اسانتیاوې برابرې کړي.
انجنیر مومن افغان وویل، د دوی ټولې پروژې د ولس په خوښه ټاکل کېږې او د پوهنې، روغتیا، کرنې او نورو پروژو ته پکې لومړیتوب ورکول کېږې.
د پکتیکا ولایتي شورا غړی عزیز عزیز وايي، د کلیو پراختیا ریاست ډېری فعالیتونه په ولسونو پورې اړه لري او لازمه ده چې ډېري پروژې د هغوی په خوښه او د اړتیا له مخې وټاکل شي.
هغه غوښتنه وکړه، هغو پروژو ته باید لومړیتوب ورکړل شي چې د خلکو جدي اړتیا وي.
قومي مشر پاچاخان شرنوال کلید ته وویل، پکتیکا زراعتي ولایت دی او اړتیا ده چې د دغه ولایت لپاره لوی او واړه سربندونه جوړ شي، تر څو د اوبو د کمښت ستونزه په دایمي ډول له منځه لاړه شي.
د یادونې وړ ده چې د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغووني او پراختیا ریاست له لوري دا مهال په ټوله پکتیکا کې بېلابېلي پروژې تر کار لاندي دي، چې د نورو اسانتیاوو تر څنګ يې په زیات شمېر کې بې روزګاره کسانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA