ads

په هلمند کې سږکال د انارو ۱۷ډوله نیالګیو ښه حاصلات ورکړي دي

د هلمند د کرنې د ریاست مسولین وایي چې پر ۳۴ ډوله انارو یې څیړنه پیل کړی وه، چې له دې ډلې ۱۷ ډوله یې مثبته پایله ورکړې ده. د هلمند د کرنې سرپرست ریس سید رفیع الله قلم له کلید سره د ځانګړې مرکې پرمهال وویل، چې د دوی ټیم د انارو پر ۳۴ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 زمری 1398
په هلمند کې سږکال د انارو ۱۷ډوله نیالګیو ښه حاصلات ورکړي دي
په هلمند کې د انارو ونې

د هلمند د کرنې د ریاست مسولین وایي چې پر ۳۴ ډوله انارو یې څیړنه پیل کړی وه، چې له دې ډلې ۱۷ ډوله یې مثبته پایله ورکړې ده.
د هلمند د کرنې سرپرست ریس سید رفیع الله قلم له کلید سره د ځانګړې مرکې پرمهال وویل، چې د دوی ټیم د انارو پر ۳۴ ډوله نیالګیو څېړنه پیل کړې وه، چې غه دغې ډلې شاوخوا ۱۷ ډوله یې ښه پایله ورکړې ده.
نوموړي تمه وښوده چې کېدای شې د هلمند انار د هېواد پر ولایتونو سربېره، ګاونډیو او نورو هېوادونو ته هم صادرشې .
دی زیاتوي چې د کرنې ریاست له لوري په هلمند ولایت کې د بارغ لرونکو یوه ټولنه جوړه شوې، چې په وینایې د نیالکیو روزنه او سرپرستي د دوی پر غاړه ده.
ښاغلي رفیع الله دا هم وویل چې هرکال د کرنې ریاست په خپلو ځمکو کې شاوخوا یولک میوه لرونکي نیالګي کري، ترڅو کروندګروته یې په ډېره ټیټه بیه ورکړي.
ده هیله وښودله چې د یادو اصلاح شوو نیالګیو پر مټ به په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کښت مخه ونیسي او خلک به د نیالګیو کېنولو ته وهڅول شي.
د یادولو وړده چې په دې ورستیو کې د هلمند د کرنې د ریاست د معلوماتو له مخي پر انارو سربېره د انګورو او خورما پر نیالګیو هم څېړنه ترسره شوي، چې پایله یې مثبته ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA