slideshow

۲۲ زمری ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

په امریکا کې د بېوزله کډوالو اوسېدل سخت شول

په امریکا کې کډوال تصویر: ټولنیزې رسنۍ

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د ګډوالو په قانون کې شرایط سخت کړي او له دې سره په امریکا کې ډېری بې وزله ګډوال له ستونزو سره مخ کېږي.
د ټرمپ په نویو شرایطو کې هغه ګډوال په نښه شوي چې پر دولتي مرستو تکیه کوي.
بلخوا، د کډوالو د حقونو اړوندو ټولنو د ټرمپ پر دغه اقدام نیوکه کړې او د بې وزله ګډوالو په حق کې یې لویه جفا بللې ده.
د کډوالۍ ملي مرکز هم ویلي چې دوی به د ټرمپ د دغه کار مخه ونیسي، خو سپنې ماڼۍ بیا څرګنده کړې چې دا یې وروستۍ پرېکړه ده.
په امریکا کې دامهال د ناقانونه کډوالو شمېر ۲۲ میلیونه ته رسېږي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *