ads

د عراق په انبار ولایت کې درنه چاودنه شوې

د عراق په انبار ولایت کې د درنې چاودنې له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. راپورنه وایي، تېره شپه د عراق په انبار ولایت کې د یوې چاودنې په پایله کې یو تن وژل شوی او ۲۹ نور ټپیان دي. دغه چاودنه د الصقر نظامي اډې مخې ته شوې ده. په راپورونو کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 زمری 1398
د عراق په انبار ولایت کې درنه چاودنه شوې
عراق چاودنه

د عراق په انبار ولایت کې د درنې چاودنې له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
راپورنه وایي، تېره شپه د عراق په انبار ولایت کې د یوې چاودنې په پایله کې یو تن وژل شوی او ۲۹ نور ټپیان دي.
دغه چاودنه د الصقر نظامي اډې مخې ته شوې ده.
په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې چاودنه ډېره پیاوړې وه او کېدایشي د مرګ ژوبلې شمېرې تر دې هم لوړې شي.
په عراق کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا چاودنو زور اخیستی چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ډېری ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله پکې اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA