slideshow

۲۲ زمری ۱۳۹۸
لیکونکی: محمدخان بریال

حکومت د ټاکنو ترسره کېدو او سولې راتګ لپاره کلکه اراده لري

جمهور رییس غني تصویر: ټولنیزې رسنۍ

جمهور رییس غني وایي، حکومت د سولې راتګ او ټاکنو ترسره کېدو لپاره کلکه اراده لري.
جمهور رییس محمد اشرف غني تېره ورځ د یو شمېر ولایتونو له قومي مشرانو سره په کتنه کې یو ځل بیا څرګنده کړه چې د ملي یووالي حکومت د داسې سولې لپاره کلکه اراده لري چې تلپاتې وي او د هر افغان عزت پکې خوندي شي.
ده ټینګار وکړه چې سوله یوه ملي پروسه ده، قومي او ګوندي اړخ نه لري.
جمهوررئيس غني راتلونکو ټاکنو ته په اشارې وويل، ټاکنې او سوله د يو بل بشپړونکي دي او د افغانستان ملت د يو قوي، کار وړ او مسؤول دولت غوښتونکی دی او دا له ټاکنو پرته امکان نه لري. هغه زياته کړه، ټاکنې يوه اساسي اړتيا ده او د ترسره کېدو لپاره یې چمتوالی نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د قطر په پایتخت دوحه کې د طالب استازو او امریکایي چارواکو تر منځ اتم پړاو مذاکرات له کوم جوت پرمختګ پرته پای ته ورسېدل.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه خبرې ګټورې وې او د راتلونکو ګامونو لپاره به مشورې وکړي.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *