slideshow

57
۲۲ زمری ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

امریکا پر طالبانو د بریدونو بندېدو امر کړی

امریکایي الوتکه تصویر: ټولنیزې رسنۍ

امریکایي چارواکو ته امر شوی چې پر طالبانو بریدونه محدود او یا بېخي بند کړي.
نیوزیک چاپي خپرونې د امریکا له دفاع وزارت څخه په نقل سره ویلي چې پنټاګون په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو ته امر کړی چې پر وسله والو طالبانو خپل بریدونه بند کړي.
دا بریدونه تر هغه وروسته بندېږي چې په قطر کې د طالب استازو او امریکایي چارواکو تر منځ اتم پړاو خبرې پای ته ورسېدې او دواړو خواوو ویلي چې دوی به له خپلو مشرانو سره مشورې وکړې.
بلخوا، دغې مجلې د امریکا د لوړپوړو نظامي چارواکو له قوله ویلي چې په افغانستان کې به د داعش پر وړاندې د امریکا پوځي عملیات دوام ولري.
امریکا پر داسې مهال په افغانستان کې پر طالبانو د خپلو بریدونو د مخنیوي خبر ورکوي چې تېره ورځ بهرنیو ځواکونو په پکتیا ولایت کې د طالبانو پر پټنځایونو په بریدونو کې ۱۱ ملکي وګړي ووژل.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *