په لوګر ولایت کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی د ځانمرګو بریدونو یو ښوونیز مرکز له منځه وړل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې افغان ځواکونو په لوګر ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۸ وسله وال طالبان وژلي او د یادې ډلې د ځانمرګو بریدونو یو ښوونیز مرکز یې هم له منځه وړی دی.
کورنیو چارو وزارت وایي، دغه عملیات تېره شپه ترسره شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغه ځای کې به د وسله والو طالبانو ځانمرګي بریدګر روزل کېدل او یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم ساتل کېدې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.