د پکتیکا ولایت د یحيی خېلو ولسوالۍ د اوسېدونکو کلک ملاتړ د افغان امنیتي ځواکونو مورال پیاوړی کړی، چي له امله يې په دې ولسوالۍ کې د پکتيکا د ټولو ولسواليو په پرتله امنيت ډاډمن دی.
یحيی خېل کلونه وړاندي د ټول هیواد په کچه یوه له نا امنه ولسوالیو څخه شمېرل کېده او هميشه به تري د نښتو او چاودنو راپورونه ورکول کیدل.
د هیواد د نورو سیمو په پرتله په دې ولسوالۍ کې سیمه ایزو پولیسو ښه پایله ورکړه او د ډاډمن امنیت علت يې هم د ځايي مخورو او قومي مشرانو ملاتړ ښودل کېږې.
اوس په یحی خېل کې د پېښو، مرګ ژوبلې، جنګ او وېرې خبرې نشته او ولس یې په یو ارام چاپیریال کې خپل د خوښې او مینې ژوند مخته وړي.
قومي مشر حاجي شاولي وايې، خلکو له دولت او په ځانګړي ډول افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل کلک ملاتړ وکړ او سلګونه ځوانان یې د سرتېرو په لیکو کې ځای پر ځای کړل.
د دغې ولسوالۍ یو بل قومي مخور روح الله کلیدته وویل، خلک هېڅ مخالف کس او ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې په یاده ولسوالۍ کې دولت ضد کړنې تر سره کړي او امنیت خراب کړي.
د سیمه ایزو پولیسو دوه قومندانان شېر محمد او ګل خان وايي پخوا د دې سیمې خلکو سختې قربانۍ ورکړې دي، چې اوس پرې هدیرې ډکې دي، خو د هغوی د وینو او سرښندنو پایله وه چې اوس یحيی خېل ښه امنیت لري او خلک یې په امن کې ژوند کوي.
د سیمه ییزو پولیسو دغه سپین ږیري قومندانان وايي، د ولس کلک ملاتړ او مینې د دوی مورال نور هم غښتلی کړی او تل هڅه کوي چې له ولس څخه په مېړانه ساتنه وکړي.
د یحيی خېل ولسوالۍ امنیه قومندان محمد رسول له کلید سره په خبرو کې وویل، په دغه ولسوالۍ کې خلک له ټولو نظامي او ملکي ادارو سره همکار دي، چې له امله یې د یادي ولسوالۍ امنیت د پکتیکا په کچه د ډاډ وړ دی.
يحيي خېل د پکتيکا سویل خیتځ ته په ۴۰ کيلو مټرۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چي د خپلې سيمې د امنيت خوندي کولو په موخه پکي سيمه ايز پوليس په دندو ګمارل شوي دي.


