په افغانستان کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د واک پر سر نا اعلان شوې جګړه روانه ده.
سياسي شنونکي په دې باور دي، چې جمهور رييس غني د سولې لپاره مشخص تعريف نه لري او يوازې د خپل واک د غځولو لپاره پر ټاکنو ټېنګار کوي.
په افغانستان کې د ورستيو سياسي بدلونونو په رڼا کې د جګړې تعريف بدل شوی دی او ښکېل لوري ټول هڅه کوي چې په راتلونکي نظام کې ونډه تر لاسه کړي.
جمهور رييس غني چې په تېرو پنځو کلونوکې د افغانستان واک په لاس کې لري؛ خو اوس حاضر نه دی چې د سولې لپاره خپل واک له طالبانو سره ووېشي.
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم په خپل ټويټرپاڼه کې د سولې پر وړاندې د جمهور رييس غني وروستيو څرګندونو ته اشاره کړې او ويلي یې دي، چې مشران باید د سولې راتګ لپاره قرباني ورکړي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د سولې او پراختيا سازمان مشر زمان ګل دهاتي کليد ته وويل، چې افغان حکومت د سولې لپاره مشخص تعريف نه لري او په ټول ځواک سره کوښښ کوي، چې د خپل واک د غځولو لپاره ټاکنې ترسره کړي.
خو بل پلو جمهور رييس غني بيا په افغانستان کې د واک مشروع لېږد او د ولسواکه نظام د پايښت لپاره پر ټاکنو ټېنګار کوي او په ښکاره وايي، چې له ټاکنو او اساسي قانون پرته هيچاته واک نه ورکوي.
ښاغلی دهاتي د ټاکنو پر وړاندې د جمهوري رياست نومندانو ترمنځ اختلافاتو ته اشاره وکړه او وويل، چې د ټاکنو لپاره ان يوازې د کاندېدانو ترمنځ سياسي همغږي او اجماع هم نشته.
په ورته وخت کې د طالبانو يو پخوانی جګپوړی غړی سيد اکبر آغا بيا په دې باور دی چې په افغانستان کې ټاکنې او سوله د امريکايانو په لاس کې دي.
نوموړي کليد ته وويل، که امريکايان په ريښتيني ډول د سولې په برخه کې کار وکړي، ټاکنې هېڅکله هم ترسره کېدلی نه شي.
خو د طالبانو دغه پخوانی جګپوړی غړی د افغانستان د سولې لپاره هېله مند دی او د وروستيو پر مختګونو په حواله وايي، چې سوله پرته له شکه راتلونکې ده.
د يادونې وړ ده چې طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم په خپل ټويټر پاڼه کې ويلي، چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې اتم پړاو مذاکرات په بريا سره پای ته رسېدلي او اوس دواړه لوري له خپلو مشرانو سره مشورې کوي.
موږ هڅه وکړه، چې د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې د جمهوري رياست نظر هم واخلو خو له ډېرو هڅو سره سره بريالي نه شولو.


