ads

وینزویلا به په هره بیه له خپلو ځواکونو او هېوادوالو دفاع وکړي

د وینزویلا منتخب ولسمشر وایي، له امریکا سره جګړې ته چمتو دی د وینزویلا ولسمشر نیکولایس مادرو تېره ورځ خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې هېواد یې له امریکا نه ډارېږي او په هره بیه له امریکا سره جګړې ته چمتو دی. نوموړي په دغه غونډه کې د مخالف ګوند مشر خووان ګوایدو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 زمری 1398
وینزویلا به په هره بیه له خپلو ځواکونو او هېوادوالو دفاع وکړي
نیکولاس مادرو

د وینزویلا منتخب ولسمشر وایي، له امریکا سره جګړې ته چمتو دی
د وینزویلا ولسمشر نیکولایس مادرو تېره ورځ خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې هېواد یې له امریکا نه ډارېږي او په هره بیه له امریکا سره جګړې ته چمتو دی.
نوموړي په دغه غونډه کې د مخالف ګوند مشر خووان ګوایدو خپل اصلي دښمن یاد کړ او ټینګار یې وکړه چې امریکا له امیرپالیستي ګواښونو نه وېرېږي.
ښاغلي مادرو زیاته ده چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې دوی ته سپکاوی وکړي.
په وینزویلا کې په دې وروستیو کې د حکومت او مخالف ګوند تر منځ شخړې ډېرې شوې او د وینزویلا واکمن حکومت تور پورې کړی چې امریکا د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسووهنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA