وسله وال طالبان وايي، د دوى د مشر د فرمان پر بنسټ د لوى اختر په مناسبت په څلورو ولايتونو كې لسګونه بنديان خوشې شول.
د طالبانو له لوري كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په اروزګان، كندوز، خوست او سرپل ولايتونو كې د دوى له زندانونو ۷۶ جنګي اسيران ازاد او خپلو كورنيو ته واستول شول.
د خبرپاڼې له مخې، په اروزګان كې ۱۸، په كندوز كې ۳۵، په خوست كې ۱۵ او په سرپل كې اته تنه د طالبانو له زندانونو خوشې شول.
د سرچينې په وينا، له ځينو نورو ولايتونو به هم د لوى اختر په مناسبت ګڼ شمېر بنديان ازاد او خپلو كورنيو ته ولېږل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ