د افغانستان د فوټبال د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې د مركزي اسيا په سياليو كې خپله دوهمه لوبه د ازبكستان د لوبډلې په وړاندې مساوي پاى ته ورسوله.
دا لوبه د شنبې په مازديګر د دوشنبې ښار په مركزي لوبغالي كې ترسره شوه، چې په ۲-۲ پايلې سره پاى ته ورسېده.
د لوبې په لومړۍ نيمايي كې ازبكستاني لوبغاړو دوه ګولونه ووهل او په دوهمه نيمايي كې يې افغان لوبغاړي وتوانېدل، چې دوه ګولونه ترسره او لوبه مساوي كړي.
فرشيد وجودي او طارق محمدي د سمير سمندري د پاسونو په نتيجه كې د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.
د افغانستان د فوټبال د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې د مركزي اسيا په سياليو كې خپله لومړۍ لوبه هم د تركمنستان د لوبډلې په وړاندې مساوي پاى ته رسولې وه.
ټاكل شوې افغان لوبډله خپله درېيمه لوبه سبا د كوربه هېواد تاجكستان د لوبډلې په وړاندې ترسره كړي.