ads

څلور فلسطينيان د اسراييلي ځواكونو په ډزو ووژل شول

اسراييلي ځواكونو څلور فلسطينيان، چې غوښتل يې د اسراييل خاورې ته داخل شي، په غزې تړانګه كې ووژل. اسراييلۍ اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دې څلورو تنو، چې په وسلو سمبال وو، د شنبې په ورځ هڅه كوله د غزې تړانګې له پولې تېر شي، خو د اسراييل د ګزمې ځواكونو له […]

نویسنده: hewadpal
20 زمری 1398
څلور فلسطينيان د اسراييلي ځواكونو په ډزو ووژل شول

اسراييلي ځواكونو څلور فلسطينيان، چې غوښتل يې د اسراييل خاورې ته داخل شي، په غزې تړانګه كې ووژل.
اسراييلۍ اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دې څلورو تنو، چې په وسلو سمبال وو، د شنبې په ورځ هڅه كوله د غزې تړانګې له پولې تېر شي، خو د اسراييل د ګزمې ځواكونو له لوري ودرول شول.
د سرچينې په وينا، وروسته له هغې، چې د يادو كسانو له ډلې يو تن له پولې تېر شو او پر اسراييلي سرتېرو يې د لاسي بم بريد وكړ، د دغو ځواكونو لخوا پرې ډزې وشوې او څلور واړه ووژل شول.
د يادونې وړ ده، چې په غزې تړانګې كې د ۲۰۱۸م ميلادي كال په مارچ مياشت كې د فلسطينيانو د لاريونونو له پيل راهيسې تراوسه څه باندې ۳۰۰ فلسطينيان او اووه اسراييلي سرتېري وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA